IQNA

 د الهي کلام له حفظ سره د مرستې لپاره په استانبول کې د بریل قرآنونو چاپ

13:37 - December 10, 2024
د خبر لمبر: 3490287
ایکنا -  د ترکیې په استانبول کې د قرآن کریم د حفظ  یوې مدرسې د بریل په خط سره د قران په چاپولو سره د ترکیې په داخل او بهرکې د نابینا زده کونکو لپاره د قرآن کریم د حفظ د لارې  له روښانه کولو سره مرسته کوي.

ایکنانیوز د  مدار ۲۱ له قوله راپور راکړی،بریل خط د نابینایانو لپاره د لیکلو او لوستلو یو سسټم دی چې د مقعر یا په غټو او رابرسیره نقطو سره په یوه مخصوص کاغذ باندې دحروفو د چاپ په اساس دی چې په لمس کولو سره دلوستلو وړ دی.

له ۲۰۱۲کال څخه د ترکیې د استانبول په کوچوک چکمجه سیمې کې د چاملیک آلتي قرآن کریم د حفظ  هلکانو ښونځي په بریل الفبا سره د قرآن یوشمیر نسخې چاپ کړي او  د ترکیې په داخل او بهر کئ ئې  نابیان زده کونکو ته ورکړي دي.

په ښونځي کې د قرآن د حفظ  معلم علی دومان چې له هماغه زیږیدا وخت څخه نابینا دی، ووئيل؛په بریل خط د قرآن د برابرولو مرکز  له نابیاؤ  زده کونکو سره چې د قرآن کریم په حفظ پسې دي ، ډیر ښه او زیات خدمات وړاندې کوي. هغه  توضیح ورکړی،هغه مهال چې  په ۲۰۱۰ کال کې  ئې د قرآن کریم حفظ پيل کړ، دغه شان دورو ته لاس رسی چې د قرآن کریم زده کړې په بریل آلفبا سره وړاندې کوي، ډير سخت ؤ.

دومان په دوام کې وائي؛ په ۲۰۱۲کال کې  د ؛چاملیک آلتي ؛ په نامې سره د یوه مرکز په پرانستې سره  په بریل خط  سره قرآن د عامو  په لاس رسي کې ورغی . هغه ددې خبرې په کولو سره چې  تر نن ورځ  پورې  په بریل خط د قرآن کابو زره نسخې  برابرې شوي دي،ووئيل؛ پر دې  سربیره ،د قرآن ځیني برخو چاپول، دتجوید د کتابونو چاپول، د منتخبو سورو  او نورو ځینو کتابونو چاپول، ددغه ښونځي  فعالیتونه وو.   

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې دغه مرکز اوس د قرآن کریم  اته حافظ زده کونکي لري ،ووئيل؛ په بریل الفبا سره د قرآن قرائت  زده کړې  نابیناؤ زده کونکو  ته  په کابو یوې نیمې میاشتې کې ورکول  کیږی.

هغه توضیح ورکړه چې دوي  دخپلو نشریاتو ځیني نسخې تیر کال بهر ته ولیږدولې او هغه ډیر خوشال دی او دا احساس د کلمو په ادا کولو سره د بیانولو نه دی.هغه ووئيل، په بریل خط باندې په چاپ شوو نسخو کې ۹۰۰ صفحې او ۶ برخې شاملې دي چې هره برخه د قرآن ک ریم پنځه سپارې لري.

ددغه مرکز پخپلې خوښې یو کارکونکی مصطفی ګز دی چې ۹۰فیصده نابیان دی،وائي ،؛ دوي په دغه مرکز کې کار کوي څو د قرآڼ د حفظ نابینا زده کونکو ته قرآن ورزده کړي او د هغوي نوره اړتیاوې تامین کړي.هغه وائي په دغه کار ډیر زیات خوښ دی،څو ورځې مخکې ئې د ترکیې په مرکز کې په سیواس ایالت کې یوې لس کلنې جینۍ ته  په بریل خط  لیکل شوی یو قران کریم  ډالۍ کړی چې هغه ورته ډيره خوشاله شوې او دعاګانې ئې کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4252906

captcha